IQNA

 الاقصی جومات له ۱۲ ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شو

17:24 - June 26, 2025
د خبر لمبر: 3491321
ایکنا – د اسرائيلي رژيم جنایتکارو د چارشنبې په شپه د بیت المقدس په نیواکي ښار کې د الاقصی جومات دروازې د لمونځ کوونکو لپاره پرانستلې.

ایکنانیوزد الجزیره له قوله راپور راکوي، اسرائیلي جنایتکارو چارواکو د چارشنبې په شپهاجازه ورکړه چې د بیت المقدس په اشغالي ښار کې د االاقصی جومات دروازې د لمونځ کوونکو لپاره پرانستل شي. همدارنګه، تمه کېږي چې د مقدس قبر کلیسا، چې په مقدس مزار  هم یادیږي او د بیت المقدس په زاړه ښار کې د  ویادولوروسا   سړک په پای کې  او د جلجتا په غونډۍ کې موقعیت لري، (چهارشنبه په شپه له  ۱۲ ورځو بندېدو وروسته د لیدونکو لپاره پرانستل شي.

د بیت المقدس والي په یوې اعلامیې کې ویلي: د نیواکګر صهیونیسټي رژيم   چارواکو له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې له ایران سره د وروستیو پوځي شخړو له امله لګول شوی بیړنۍ حالت ختم کړ. د دغه اقدام په  نتیجې کې د الاقصی جومات د حطه، السلسله او مجلس دروازې د لمونځ کوونکو لپاره پرانستل شوې، چې دا د لمونځ کوونکو پر داخلېدو لګول شوي محدودیتونو نسبي کمښتښئي والي زیاته کړه چې د محدودیتونو کمول  فلسطینيو لمونځ کوونکو ته اجازه ورکوي چې په دې سپیڅلي ښار کې له  اوږدې مودې امنیتي بندېزونو او محدودیتونو وروسته د اقصی جومات ته لاسرسی ومومي او لمونځونه ادا کړي.

 عینی شاهدانو الجزیر خبري چینل ته ویلي، لسګونو فلسطینیان وتوانېدل چې جومات ته ننوځي او د ماښام لمونځ پکې ادا کړي. د الحطه دروازه د جومات په شمالي برخې کې ده او السعدیه محلې سره خوا کې ده. د السلسله دروازه د لویدیځې برخې یوه مهمه دروازه ده او د المغاربه دروازې ترڅنګ موقعیت لري. د مجلس (ناظر) دروازه هم د لویدیځې برخې یوه دروازه ده او یو له هغو مهمو ځایونو څخه ده چې لمونځ کوونکي د اقصی جومات صحنونو ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي.

فلسطینیان هیله‌مند دي چې د اقصی جومات دروازې به بیا ونه تړل شي او د خلکو او مذهبي غوښتنو په ترڅ کې، چې د ټولو محدودیتونو او تیریو د ختمېدو غوښتنه کوي، لمونځ کوونکي به   په ازادۍ او ارامۍ سره خپل دیني مراسم ترسره کړی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4290832

captcha